Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-13 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
ايا په غيبت او دروغ ويلو سره اودس ماتيږي ؟
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۶۰۲) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : حفيظ الله پوپلزی .
و محترم المقام مولانا أبوالفضل (حفظه الله) او د ملت خدمتدګار خالد هادي صاحب ته اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، خدائ دي تاسي ټولو ددې عظيم خدمت أجر او بدل درکړي ، محترم مولانا أبوالفضل صاحب ځما پوښتنه داده چي ايا په غيبت او شيطانت سره اودس ماتيږي او که يا ؟
الجواب و هو الملهم للصواب
محترمه وروره ! پدې باره کښي دوه مَسلکه دي : اول د عارفينو أوليآء الله دئ (کوم چي أصحاب د حقيقت دي) ، او دوهم مَسلک د علمآؤ د شریعت دئ [چي فقهآء رحمهم الله دي] .
د عارفينو په نزد په غيبت ، نميمت او دروغو وغيره سره اودس هم ماتیږي او روژه هم ؛ ځکه ددوۍ په نزد هر هغه شئ اودس ماتوي چي له مناجات او توَجّه الی الله سره منافي (ټکر) وي .
او د علماؤ د شريعت په نزد دغه شيان اودس او روژه نه ماتوي ، خو البته د اوداسه او روژې ، دارنګه د نورو طاعاتو پر فيوضاتو ، أنوارو او ثواب باندي حتمًا زورور بد أثر اچوي .
په ځينو أحاديثو کښي داسي راغلي دي چی په غيبت سره اودس هم ماتيږي او روژه هم ، د طريقت علمآء دغه حديثونه پر ظاهر باندي حمل کوي (پريږدي) او د فقهآءِ کرامو په نزد دغه حديثونه پر زجر (ترټني) باندي محمول دي . [الرياض ص ۳۱۵] .
والسلام .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ