Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-05-11 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د قيامت په ورځ د حمدبيرغونه (لوآء الحمد) :
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر ( ۶۲۰) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : مفتي رحيم الله وردګ .
تر هر څه له مخه و علامه ابوالفضل (حفظه الله) او د بينوا ادارې و محترم مسئول خالد هادي حيدري صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، ستاسي دروغ صحت په هيله ، پوښتنه مي داده چي د قيامت په ورځ به د حَمد او ثناء بيرغونه څو وي ؟ او ځموږ د نبي مبارک پر بيرغ باندي به چي لوا الحمد ورته ويل کيږي د الله پاک څو نومونه ليکلي وي ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه پدې باره کښي ځينو اوليآء الله او عارفينو ذکر کړيدي چي د قيامت په ورځ به د الله پاک پدغه مبارک نامه چي «الحميد» اوه (۷) بيرغونه د حمد وي ، او دا به ځموږ و نبي (صلی الله عليه وسلم) ته ورکړه کيږي ، پدغو بيرغو کښي به د الله پاک هغه نومونه ليکل سوي وي کوم چي په هغو سره به دَئ د قيامت په ورځ په مقام محمود او مقام د شفاعَت کښي حمد او ثنآء وايي.
لکه چي په حديث د شفاعَت کښي راغلي دي چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : «فأحمدُ اللهَ بمَحَامِد لا أعلمُهَا الآنَ » .
او شيخ محي الدين (رحمه الله) ذکر کړيدي چي ما و الله پاک ته سوال وکړ چي ددغو نومونو عدد او شمير و ماته معلوم کړ سي ، نو بيا و ماته وويل سول چي ددغو الهي نومو (کوم چي پر دغو بيرغو د حمد به ليکل سوي وي) يو زر شپږ سوه اته شپيته دي (۱۶۶۸) . او په هر بيرغ کښي به نهه نوي داسي نومونه وي چي هر څوک يې هلته په ياد کړي نو حتمًا به و جنت ته داخليږي ، خو په يوه بيرغ کښي به له دغسي قسم نومو څخه اوه سوه اويا (۷۷۰) نومونه ليکل سوي وي .
والسلام .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ