مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-09-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دحلال کسب لپاره شرعي اداب:

دارالافتاء ابوالفضل.

 


فتوانمبر(۶۱۰)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:عبدالحق/مسکاو

درونداوقدرمن استاذمولانا ابوالفضل صاحب هيله کوو چي جوړ اوروغ ياست ، الله جل جلاله دي دژوندانه په چارو کښي کاميابه لره.
يوسړي چي يوحلال کسب کوي نو په شريعت کښي ددې کسب لپاره کوم قسم اداب  پکاراوضروردي‎؟

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

مشهور فقيه ابوالليث سمرقندي (رحمه الله) ويلي دي:
هرڅوک چي داغواړي چي دده کسب حلال وي نو دي بايد پنځه شيان په يادولري:
اول : داچي څه چي الله پاک پرده باندي  فرض کړيوي نوهغه پرخپل وقت کوي ،دکسب له وجي دي هيڅ ځنډ او تاخير دالله جل جلاله په عبادت کښي نه کوي.
دوهم : داچي دالله جل جلاله  مخلوق نه ازاروي.
دريم : داچي نيت به يې دمال جمع اودمال ډېروالئ نه وي ، بلکي نيت به يې دخپل ځان اوعيال  له حراموڅخه پاک ساتل وي.
څلورم : داچي ځان به په کسب ترحد زيات نه مصروفه کوي.
پنځم : داچي داعقيده به لري چي رزق اوروزي دالله جل جلاله له طرفه ده ، کسب يې صرف سبب دئ.
تنبیه الغافلین ص کذافی الکویتیة].
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery